پيالى
شعر: بارى جهانى
پیالې نسکورم دې تشومه خو دې نه!
نصیبه بدلوم دې قبلومه خو دې نه!
تقدیره زولنې دې د جانان تر کوڅې وړمه
زندانه نړوم دې تیرومه خو دې نه!
خالق می ککرۍ سجدې ته نه ده پیدا کړی
تندیه ماتوم دې لګومه خو دې نه!
چه هر محراب ته ځمه ستا جلوه په کې بلیزﻱ
د یار د تصویر خاله هیرومه خو دې نه!



خود را از قید و بند تفکر مقایسه آزاد کنید
خوشحال خان خَتَک، پَشتونِ پارسی گوی